د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د حج د مناسکو له ادا کولو وروسته نن (دوشنبه، د غبرګولي ۱۱مه) له سعودي عربستان څخه هېواد ته د افغان حاجیانو د راستنېدو بهیر پیل شو.
د یاد وزارت په وینا، د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه، چې ۳۵۱ کسان پکې سپاره وو، نن سهار د سعودي عربستان د جدې ښار څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
وزارت زیاته کړې، چې د راستنېدو د پلان له مخې به ټول ۳۰ زره افغان حاجیان په دوو پړاوونو کې او د هېواد د څلورو هوايي زونونو (کابل، بلخ، کندهار او هرات) له لارې په منظم ډول هېواد ته ولېږدول شي.
د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به هغه حاجیان هېواد ته راستانه شي چې د حج د سفر په پیل کې له افغانستان څخه مدینې منورې ته لېږدول شوي وو.
همداراز په دوهم پړاو کې به پاتې حاجیان، چې د جدې له لارې مکې مکرمې ته تللي وو، لومړی مدینې منورې ته انتقال او هلته به د نبوي جومات د څلوېښتو لمونځونو له ادا کولو او د مقدسو ځایونو له زیارت وروسته هېواد ته راستانه شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د ټولو ۳۰ زره افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر به د ۹۷ الوتنو له لارې د راتلونکو ۳۰ ورځو په موده کې بشپړ شي.

