په افغانستان کې د ملګرو ملتونو معاونیت پلاوي (یوناما) اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سازمان راتلونکې دوشنبه د غبرګولي ۱۸مه د افغانستان په اړه ناسته کوي.
یوناما د دې ناستې د اجنډا او موضوعاتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غبرګولي په ۲۶مه هم افغانستان کې د یوناما ماموریت غځولو موضوع ارزولو په موخه ناسته وکړي.

