ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خاتم الانبیا مرکزي پوځي مرکز: د اسراییلو د برید په صورت کې شمالي سیمې پرېږدئ

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د «خاتم الانبیا» مرکزي پوځي مرکز په لبنان کې د بیروت د جنوبي ضاحیې پر ضد د اسراییلو د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې د اشغال شوي فلسطین د شمالي سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی دی.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، که اسراییلي رژیم خپلې ګواښونکې پرېکړې عملي کړي، نو د اشغال شویو سیمو په شمال کې مېشت اوسېدونکي دې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره خپلې سیمې پرېږدي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه خبرداری د هغه تخلیې امر په ځواب کې صادر شوی، چې اسراییلي رژیم د بیروت د جنوبي ضاحیې اوسېدونکو ته ورکړی و.

د خاتم الانبیا مرکزي پوځي مرکز قومندان ټینګار کړی، چې د اسراییلي رژیم له‌خوا د اوربند د پرله‌پسې سرغړونو په پام کې نیولو سره، هر ډول نوی برید به له متقابل غبرګون سره مخ شي.