ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسکو کې د افغانستان سفیر له افغان مېډال ګټونکو ورزشکارانو سره لیدنه کړې

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن «حسن» په خپل کاري دفتر کې له هغو افغان ورزشکارانو سره لیدنه کړې، چې د افغانستان د ورزش ادارې د عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په ملتیا روسیې ته تللي وو.

په روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې یدغه پلاوی په مسکو کې د روسیې فدراسیون له لوري د «المپیکي میډال ګټونکو ځوانانو د تشویق اتم نړیوال فورم» کې د ګډون په موخه شتون درلود او د سفارت په بلنه یې له سفیر سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې مولوي ګل حسن «حسن» د هېواد د استازیتوب له امله له ورزشکارانو مننه کړې او ویلي یې دي، چې ورزش د ملتونو ترمنځ د نږدېوالي او د هېواد د مثبت انځور د وړاندې کولو مهمه وسیله ده.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې افغان ورزشکاران به د خپلو لاسته راوړنو له لارې د افغانستان نوم لا روښانه کړي او په نړیوالو ډګرونو کې به د هېواد غوره استازیتوب وکړي.

د لیدنې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر د ورزشکارانو د هڅو او لاسته راوړنو د ستاینې په موخه هغوی ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړې دي.