د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شېخ عبدالرحمن منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له رییس پوليک اوک سري سره لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت مسوولینو له نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د سیاسي موخو قرباني نه کړي او له کروندګرو سره د بدیل معیشت د برابرولو په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
بلخوا، په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د معینیت د لاسته راوړنو ستاینه کړې او په اړوندو برخو کې یې د همکاریو د پراخولو ژمنه کړې ده.

