ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تسنیم خبري اژانس: سپاه پاسداران د امریکا پر پوځي اهدافو د غچ اخیستونکو بریدونو ادعا کړې

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سپاه پاسدارانو ځواکونو د سیمې په یوه هېواد کې د امریکا اړوند پوځي اهداف د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.

د راپور له مخې، سپاه پاسدارانو ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې د امریکا د هوايي ځواکونو او چورلکو یوه اډه او همدارنګه په سیمه‌ییزو اوبو کې یوه امریکايي سمندري بېړۍ هدف ګرځېدلې ده.

سپاه پاسدارانو ویلي، دغه بریدونه د هغه اقدام په ځواب کې ترسره شوي چې د دوی په وینا امریکايي ځواکونو د ایران د تېلو پر یوې بېړۍ کړی و. دغه بنسټ دا هم ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د «قشم» ټاپو په سیمه کې د سپاه پاسداران د مخابراتي تاسیساتو یوه برخه هم په نښه کړې ده.

په همدې حال کې، د سیمې یو شمېر هېوادونو د امنیتي تدابیرو د سختېدو خبر ورکړی دی.

کویټ ویلي، د هوايي دفاع سیستمونه یې د مشکوکو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي لپاره فعال شوي دي.

بل لور ته، د بحرین د کورنیو چارو وزارت د احتیاطي تدابیرو په چوکاټ کې د خطر زنګونه فعال کړي او له اوسېدونکو یې غوښتي چې د امنیتي لارښوونو مراعات وکړي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له امله په خلیج سیمه کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.