د امریکا استازو جرګې یو پرېکړه لیک تصویب کړې، چې ډونالډ ټرمپ اړ کوي چې پر ایران د نظامي عملیاتو د دوام لپاره د کانګرس تایید ترلاسه کړي.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، دغه پرېکړهلیک د ۲۰۸ مخالفو رایو پر وړاندې د ۲۱۵ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوی دی.
دغه اقدام چې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو استازو ملاتړ یې هم درلود، د ټرمپ د جګړهییزو سیاستونو لپاره یوه مهمه ستونزه بلل کېږي.

