د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د پنجشېر ولایت له والي حاجي محمد آغا حکیم سره لیدنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د پنجشېر د عامې روغتیا رییس ډاکټر حجتالله محمدي هم ګډون درلود او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د سل بستریز روغتون د نیمګړې پروژې د بیا پیل او د شته ستونزو د حل په اړه خبرې شوې دي.
د پنجشېر والي د عامې روغتیا وزارت له همکاریو او پاملرنې مننه کړې او په یاد ولایت کې یې د روغتیايي سکټور د لا پیاوړتیا او پراختیا غوښتنه کړې ده.
بلخوا، د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د ستونزو د حل او د اړینو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې وزارت ژمن دی د هېواد په ټولو سیمو کې خلکو ته عادلانه او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

