د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د منځګړیتوب د هڅو وروستي پرمختګونه ارزولي دي.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو د سیمې د ثبات د ټینګښت او د تاوتریخوالي د راکمولو په موخه د ډیپلوماتیکو هڅو پر پیاوړتیا، همغږۍ او ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

