ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دونالد ټرمپ: موږ کولای شو د ايران غني شوي يورانيم ترلاسه کړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې واشنګټن د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمو ترلاسه کولو وړتیا لري، خو اوس مهال د دې اقدام اړتیا نه ویني.

 ټرمپ خبریالانو ته ویلي: «موږ همدا اوس هم کولای شو د ایران یورانیم ترلاسه کړو، فکر نه کوم چې که وغواړو، هغوی دې زموږ مخه ونیسي؛ خو د دې کار لپاره کوم دلیل نشته.»

 د امریکا ولسمشر دا ادعا هم کړې، چې دغه مواد تر ځمکې لاندې پټ دي او واشنګټن یې په دوامداره توګه څاري.