د زونونو په کچه د اي انډ جام لېسټ اې یو ورځنیو سوپرکولا سیالیو په وروستۍ لوبه کې سپین غر زون لوبډلې د امو زون لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د نهم پړاو سیالیو اتلولي ېې خپله کړه.
د لوبې پچه د سپین غر زون لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې د خپلو اتو لوبغاړو په زیان ۲۷۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۷۷ منډو هدف وټاکه.
د سپین غر زون په ګټه دروېش رسولي ۱۰۱، عصمت عالم ۱۰۰؛ عثمان نوري ۴۰ او بشیر شاه ۱۷ منډې جوړې کړې.
د امو زون له لوري لوبډل مشر ګلالدین نایب۵، فضلالحق فاروقي او جاوید سیدي یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.
دغهراز د سپین غر زون له لوري عرب ګل درې، عصمت عالم، زهیرخان، محمد ابراهیم دوه- دوه او زبیرالله اکبري یوه ویکټه ترلاسه کړه.
د توپوهنې په برخه کې عصمت عالم د ۱۰۰ منډو په جوړولو د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغهراز کریم جنت د ښو لوبو او ۲۳۱ مڼدو په کولو سره د ټورنمېټ غوره لوبغاړی ونومول شو.
ورته مهال افغان لوبغاړي راشد خان د سپینغر لوبډلې او مینهوالو ته په لېسټاې سیالیو کې د اتلولۍ مبارکي ورکړه.
نوموړي د ځوانو لوبغاړو ځلېدنه ستایلې او د زرګونو مینهوالو شتون یې له کرېکټ سره د افغانانو د مینې نښه بللې ده.
دغهراز راشد خان هیله ښودلې چې د شپږیزې راتلونکې سیالۍ هم په همدې میدان کې د ورته شور او ولولو په فضا کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې سپینغر له دې وړاندې هم په ۲۰۱۷ کال کې د لېسټاې لومړي پړاو سیالیو اتلولي ګټلې وه.

