د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له المیادین شبکې سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې
ایران د جګړې پیل کوونکی نه دی او لا هم په سیمه کې د سولې او امنیت غوښتونکی دی.
نوموړي له هغو سیمهییزو هېوادونو مننه کړې، چې د مذاکراتو په بهیر کې یې رول لوبولی.
عراقچي ویلي، زموږ وسلهوال ځواکونه هر وخت د جګړې د بیا پیل او پر اسراییلو د برید لپاره چمتو دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې امریکا د څلوېښت ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران ځواک له نږدې تجربه کړی او دواشنګټن د تصور خلاف، د ایران خلکو د خپل نظام ملاتړ کړی دی.

