ایران د امریکا د وروستي برید په غبرګون کې په کویټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو او تاسیساتو توغندیز بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، ایران د قشم ټاپو د سیریک سیمې پر راداري او څارنیزو مرکزونو د امریکایي بېپیلوټه الوتکو د برید په ځواب کې په کویټ کې دوه امریکایي پوځي اډې او په بحرین کې د امریکا سمندري ځواکونه په نښه کړي دي.
بلخوا، د امریکایي ځواکونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) په کویټ او بحرین کې د خپلو پوځي اډو او تاسیساتو په نښه کېدو راپورونه تأیید کړي دي.

