د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۲۹۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي، چې تمه کېږي شاوخوا ۸۲۰۰ ټنه حاصلات ورکړي.
د یاد ریاست د نشراتو مسوول سردار زیار ویلي، چې د اصلاح شویو تخمونو کارول، د نباتي ناروغیو پر وخت مخنیوی او بزګرانو ته د مسلکي سلا مشورو وړاندې کول د حاصلاتو د ښهوالي مهم لاملونه دي.
د نوموړي په وینا، تېر کال له ۲۸۰ هکټاره ځمکې څخه ۸۲۵۸ ټنه هندواڼې ترلاسه شوې وې.
هغه زیاته کړې، چې د هندواڼو د کښت او حاصلاتو له برکته سلګونه ځوانان په مستقیم ډول په پالیزونو کې پر کار بوخت دي او زرګونه نور په غیرې مستقیم ډول د دې محصول له سوداګرۍ څخه عاید ترلاسه کوي.
د لغمان هندواڼې نه یوازې د دغه ولایت په بازارونو کې، بلکې د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ښه بازار لري.
بلخوا، د لغمان اوسېدونکي وایي، چې د دوی په ولایت کې کرل شوې هندواڼې د ګاونډیو هېوادونو د هندواڼو په پرتله تازه، خوندورې او ارزانه دي.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال د لغمان ولایت یوازې په قرغیو ولسوالۍ کې د هندواڼو پراخ کښت ترسره کېږي او سږ کال هم یاده ټوله ځمکه په همدې ولسوالۍ کې تر کښت لاندې راغلې ده.

