د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، نن دوشنبه سهار مهال د رېښتر په کچه ۷.۸ درجې زورورې زلزلې د فلیپین سویلي سیمې لړزولي دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه زلزله چې پر ځایي وخت د سهار په ۷:۳۷ بجو رامنځته شوې، مرکز یې د ځمکې له سطحې ۳۵ کیلومتره ژور و.
له زلزلې وروسته د فلیپین سربېره په اندونیزیا او جاپان کې د سونامي خبرداری ورکړل شوی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په دغه زلزله کې د درېیو تنو وژل کېدل تائید شوي دي.

