د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف، خبرداری ورکړی، چې که د اسراییلو له لوري د لبنان پر جنوب او د بېروت پر ښار بریدونه دوام ومومي، تهران به نه یوازې د خبرو اترو بهیر ودروي، بلکې له اسراییلو سره به مستقیمې مقابلې ته هم داخل شي.
قالیباف امریکا او اسراییل د اوربند او خبرو اترو په اړه په بېپروایۍ تورن کړي او ویلي یې دي، چې دواړو لوریو د سمندري محاصرې په دوام او د لبنان اړوندو هوکړو په نقضولو سره ښودلې چې یوازې د زور په ژبه پوهېږي.
نوموړي په خپل اېکس کې په خپاره کړي پیغام کې زیاته کړې، چې د ایران پر ضد سمندري محاصره او د اسراییلو د اقداماتو لپاره د واشنګټن ملاتړ، په سیمه کې د امریکا او اسراییلو اډې او ګټې په مشروع هدفونو بدلوي.

