د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران څخه غوښتي، چې د خبرو اترو مېز ته بېرته راوګرځي او خبرداری یې ورکړی، چې پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو دوام کولای شي د مذاکراتو بهیر له خنډ سره مخ کړي.
ټرمپ ایران ته په خطاب کې ویلي: «زما وړاندیز دا دی چې تاسو خپل توغندي توغولي دي، دا بسنه کوي؛ اوس د خبرو اترو مېز ته بېرته راشئ او یوه هوکړه وکړئ.»
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو راپور ورکړی، تهران پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي دي. همدارنګه، حزبالله هم د ایران د بریدونو سره هممهاله د اسراییلو پر لور توغندي توغولي دي.

