ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چین ولسمشر نن شمالي كوريا ته سفر كوي

د چین ولسمشر، شي جین پینګ نن (دوشنبه، د جون ۸مه) د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره د لیدنې په موخه په دوه ورځني رسمي سفر پیونګ‌یانګ ته ځي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا په تېرو ۷ کلونو کې شمالي کوریا ته د شي جین پینګ لومړی سفر دی.

دا لیدنه داسې مهال تر سره کېږي، چې د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د همکاریو پراخېدو او له امریکا سره د روانو کړکېچونو له امله د چین او شمالي کوریا د اړیکو اهمیت ډېر شوی دی.