ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسنادو ډیجیټلي مدیریتي سیسټم د هېواد په ۱۳ امارتي ادارو کې پلی کېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، حافظ محمد امین جان عمري، د هېواد په کچه په ۱۳ امارتي ادارو او وزارتونو کې د مکتوبونو او اسنادو د ډیجیټلي مدیریتي سیسټم د تطبیق په موخه د ډیجیټل حکومتولۍ له عمومي رییس، پوهنیار استاد عبدالرحمن صافي او د اړوندو ادارو له مسولینو سره په ناسته کې د یاد سیسټم د تطبیقي پلان په اړه یې خبرې کړې دي.

ښاغلي عمري یاد سیسټم د امارتي ادارو او وزارتونو د چارو د چټکتیا، د جعل او فساد د مخنیوي، د وخت د سپما او د شفافیت د پیاوړتیا لپاره مهم بللی او ډاډ یې ورکړی، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت به د اړتیا له مخې د سیسټم د لا پیاوړتیا لپاره اړین بدلونونه راولي.

ورته مهال د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رییس، پوهنیار استاد عبدالرحمن صافي، د سیسټم د بریالي تطبیق ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ټولو ادارو او وزارتونو د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) مسولینو ته به روزنیز ورکشاپونه جوړ شي، څو له سیسټم سره بلد او د تطبیق بهیر یې لا اسانه شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسنادو او مکتوبونو دغه سیسټم یوه میاشت وړاندې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید شو او د تطبیق مسولیت یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته وسپارل شو، څو په تدریجي ډول یې عملي کړي.