ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران او اسراییلو د ټرمپ له غوښتنې وروسته متقابل بریدونه درولي دي

ایران او اسراییلو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې وروسته د یو بل پر ضد متقابل بریدونه درولي دي.

ټرمپ له دواړو لوریو غوښتي وو چې سمدستي بریدونه او ډزې ودروي، خو تهران خبرداری ورکړی چې که اسراییل په لبنان کې پر حزب‌الله خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، ایران به هم خپل پوځي عملیات بېرته پیل کړي.

د راپورونو له مخې، د تېرو ۲۴ ساعتونو نښتې د اپرېل میاشتې له اوربند وروسته د ایران او اسراییلو ترمنځ تر ټولو سختې مستقیمې پوځي نښتې بلل کېږي.

دغو نښتو د امریکا د هغو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، چې موخه یې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي کمول او د احتمالي هوکړې لپاره زمینه برابرول دي.