د ایران د پارلمان رییس، محمد باقر قالیباف ویلي، چې تهران نه د جګړې په لټه کې دی او نه هم یوازې پر مذاکراتو تکیه کوي، بلکې د خپلو شرایطو او د وخت د غوښتنو له مخې به د ډیپلوماسۍ او مقاومت دواړه لارې په هم مهاله توګه تعقیب کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران اساسي موخه د جګړې پای ته رسول او د دوامدار امنیت تامینول دي، خو په وینا یې تهران پر مقابل لوري باور نه لري.
قالیباف د ایران پر وړاندې د سمندري محدودیتونو او بندیزونو په اړه هم ویلي، چې هېواد به یې دغه اقدامات د خپلو مخالفانو لپاره په یوې بلې ماتې بدل کړي.

