د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني، ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له سیمهییز روغتون څخه لیدنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دې لیدنې موخه په یاد روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څارنه او ارزونه وه. په همدې موخه، نوموړي د روغتون بېلابېلې برخې له نږدې کتلي او روغتیايي کارکوونکو ته یې د غوره او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لازمې سپارښتنې کړې دي.
ښاغلي حقاني همداراز د ننګرهار د عامې روغتیا له رییس، مولوي امینالله شریف، د سیمهییز روغتون له مسولینو او د یونیسف ادارې له استازو سره ناسته ترسره کړې او اړوندو موسسو ته یې سپارښتنه کړې، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې اړین اقدامات وکړي.
دغهراز نوموړي د عامې روغتیا ریاست، یونیسف او تطبیقوونکو موسسو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی، څو د روغتونونو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وشي او روغتیايي خدمتونه په شفاف، اغېزمن او معیاري ډول وړاندې شي.

