ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پزشکیان: ایران به د هر ډول ګواښ او فشار پر وړاندې ټینګ پاتې شي

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې هېواد به یې د هر ډول فشار او ګواښ پر وړاندې ټینګ او ثابت پاتې شي.

پزشکیان په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې د ایران د بنسټیزو تاسیساتو په نښه کولو ګواښونه غندلي او ویلي یې دي، چې دا ډول څرګندونې د ځواک نښه نه، بلکې د یوه ملت د ارادې پر وړاندې د بې‌وسۍ او ناهیلۍ څرګندونه ده.

نوموړي زیاته کړ، چې د ترانسپورتي شبکو، برېښنايي تأسیساتو او د اوبو د صنعتونو په ګډون د بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښونه د فشار د سیاست دوام ښيي، خو ایران به د دغو فشارونو پر وړاندې خپل دریځ وساتي.

د ایران ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د لا سختو بریدونو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې حکومت به یې د اړتیا په صورت کې پر ایران نور پوځي اقدامات هم ترسره کړي.