ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د هرمز تنګي په سیمه کې د امریکايي ځواکونو او د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
د راپورونو له مخې، امریکايي ځواکونو تر اوسه د ایران اووه ساحلي سیمې په نښه کړې دي.
ایراني رسنیو همدارنګه ویلي، چې د جاسک بندر او د بندرعباس ښار شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د ځینو بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
بلخوا، د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې د بندرعباس پر ځینو سیمو د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې نن سهار په کویټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي موخو دوه پړاوه ځوابي عملیات ترسره کړي دي.
سپاه پاسداران ادعا کړې، چې د دغو عملیاتو پر مهال یې د علي السالم، احمد الجابر او شیخ عیسی په هوايي اډو کې د امریکايي ځواکونو اړوند ۱۸ هدفونه په نښه کړي، چې د دوی په وینا په بریالیتوب سره وېشتل شوي او له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه د امریکا له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

