د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالۍ ټاکل شوې ده، چې نن شپه د کوربه هېواد مکسیکو او د سویلي افریقا د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د پرانیستې لوبې په ترسره کېدو سره پیل شي.
د فیفا د معلوماتو له مخې، پرانیستونکې لوبه به د مکسیکو او سوېلي افریقا د ملي لوبډلو ترمنځ د مکسیکو ښار په ازتک لوبغالي کې ترسره شي.
دا لومړی ځل دی، چې د فوټبال نړیوال جام د ۴۸ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي او ټولې سیالۍ به د امریکا، مکسیکو او کاناډا په ۱۴ لوبغالو کې ترسره شي. د دغه پراخ شوي فارمټ له مخې به د سیالیو ټول شمېر ۱۰۴ لوبو ته ورسېږي.
ټاکل شوې ده چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ګډون کوونکې لوبډلې د نړیوالې اتلولۍ د خپلولو لپاره د شاوخوا یوې میاشتې په اوږدو کې سیالۍ ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د مکسیکو او سوېلي افریقا ترمنځ لوبه نن شپه د افغانستان په وخت ۱۱:۳۰ بجې ترسره کېږي.

