ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ: له ایران سره مو هوکړه کړې او جګړه پای ته رسېدلې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره هوکړې ته رسېدلي او ادعا یې کړې چې جګړه پای ته رسېدلې او تهران منلې چې هېڅکله به اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

د الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ ویلي« موږ نن له ایران سره جګړه پای ته ورسوله او هغوی موافقه کړې چې هېڅکله به اټومي وسلې ونه لري؛ هماغه څه چې موږ پرې ټینګار کاوه.»

هغه زیاته کړې«نن مو له ایران سره هوکړه وکړه. موږ یوه ډېره ښه هوکړه ترسره کړه، اټومي وسلې به نه وي او خلک به ډېر ژر خپلو کورونو ته ستانه شي. نږدې ټول کارونه بشپړ شوي او موږ ټولو هغو موخو ته رسېدلي یو چې غوښتل مو»