د ایران د خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري، د ډونالډ ټرمپ د هغې ادعا په غبرګون کې چې ګواکې هوکړه نهايي شوې، ویلي چې تر اوسه له امریکا سره هیڅ کومه هوکړه نه ده شوې او د تهران له لوري هېڅ وړاندیز نه دی منل شوی.
د نوموړي په وینا، هره احتمالي راتلونکې هوکړه باید د ایران اساسي غوښتنې په بشپړه توګه په پام کې ونیسي؛ د ایران کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی، د دغه هېواد د ستراتیژیکو ګټو په رسمیت پېژندل او د اټومي پروګرام اړوند دریځونو ساتل باید په پام کې ونیول شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې واشنګټن او تهران یوې هوکړې ته رسېدلي او د ایران د اټومي پروګرام موضوع حل شوې ده.

