د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف، د امریکا وروستیو ګواښونو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې «ناسمې ستراتیژۍ او بیړنۍ پرېکړې به ټولې معادلې په تر ټولو ناوړه ډول بدلې کړي، د انرژۍ زیربناوې او بازارونه به له جدي زیان سره مخ کړي او داسې نه ختمېدونکې ستونزه به رامنځته کړي چې کلونه به پکې ښکېل پاتې شئ»
هغه زیاته کړې: «تاسو به یو بل ډول ایران ووینئ»
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د لا سختو بریدونو خبره کړې او د دغه هېواد د نفتو او ګازو د زیربناوو، په ځانګړي ډول د خارک ټاپو د هدف ګرځولو یادونه یې کړې ده.

