د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، په کابل کې د قطر سفارت ته ورغلی او د دغه هېواد د پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، د مړینې له امله یې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حنفي د قطر د امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د ارواښاد د کورنۍ او د قطر ولس ته د اسلامي امارت خواخوږي وړاندې کړه او د تعزیت کتاب یې هم لاسلیک کړی دی.
حنفي ویلي، ارواښاد شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د قطر د معاصر تاریخ له اغېزناکو مشرانو څخه و او د خپل هېواد، ملت او اسلامي امت د خدمت په برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.
نوموړي د سیمې او نړۍ په کچه د اسلامي امت د عادلانه قضیو او په ځانګړي ډول د افغان ولس د ملاتړ په برخه کې د ارواښاد د دریځ او هڅو ستاینه کړې او د لوی الله تعالی له درباره څخه یې هغه ته د مغفرت دعا کړې ده.

