ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د افغانستان او ایران د ګډې قونسلی کمېټې پنځمه ناسته ترسره شوې

د بهرنيو چارو وزارت اداري او مالي مرستيال دوکتور محمد نعیم او د ايران د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستيال وحيد جلال‌زاده په مشرۍ د دواړو هېوادونو د ګډې قونسلي کمېټې پنځمه ناسته ترسره شوه.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په ياده ناسته کې دواړو لوریو پر ستونزو، قونسلي خدمتونو او نورو موضوعاتو خبرې کړي او د ګډو ګټو په اړه يې نظرونه شریک کړي دي.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لوريو ژمنه کړې، چې د شته ستونزو د حل د همغږۍ پياوړتيا او قونسلي همکاريو د پراختيا په موخه به په راتلونکي کې هم  د ګډې کمېټې غونډې په منظم ډول دوام ومومي.