ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

راتلونکي پړاو کرېکټ نړيوال جام ته نوی قانون جوړ شو

د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۸ کال کرېکټ نړیوال جام ترسراوي په پار نوی قانون پاس کړی دی.

د نوي قانون له مخې، لومړی ۲۰ لوبډلې به په پنځو ګروپونو کې سیالۍ وکړي او له هر ګروپ څخه به دوه مخکښې لوبډلې د «سوپر ۱۰» پړاو ته لار ومومي.

په سوپر ۱۰ پړاو کې به لس لوبډلې په دوو ګروپونو ووېشل شي او هره لوبډله به د خپل ګروپ له نورو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي.

د هر ګروپ لومړی مقام لرونکې لوبډله به نېغ په نېغه نیمه پایلوبې ته ووځي، خو د هر ګروپ دویم مقام لرونکې لوبډله به د مقابل ګروپ له درېیم مقام لرونکې لوبډلې سره د نیمه پایلوبې د پاتې دوو ځایونو لپاره مخامخ شي.

د دغو دوو لوبو ګټونکې لوبډلې به نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي او نیمه پایلوبې او پایلوبه به د پخواني قانون له مخې ترسره شي.