تېره ورځ پنجشنبه (۱۴۰۵لمریز کال، چنګاښ ۲۵مه) د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسيون د غړو په ګډون د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې په ياده غونډه کې ټاکل شويو کمېټو د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت او د امارتي شرکتونو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې د بحث شويو مواردو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول او په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د زیات دقت او ارزونې په موخه کمېټو ته ځانګړې دندې وسپارل شوې.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه

