ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي رژیم په بریدونو کې نهه فلسطینیان شهیدان شوي

اسوشیټډ پرس د غزې د روغتیايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې تېره ورځ (شنبه، د چنګاښ ۲۷مه) د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي رژیم د بریدونو له امله لږترلږه نهه فلسطینیان شهیدان شوي، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي.

د راپور له مخې، د غزې د نصر په سیمه کې د اسراییلي رژیم په یوه هوايي برید کې یو استوګنیز کور په نښه شوی، چې له امله یې پنځه کسان شهیدان او شپږ نور ټپیان شوي دي.

همداراز، د الزیتون په سیمه کې د اسراییلي رژیم په بل برید کې څلور فلسطینیان شهیدان او یو بل ټپي شوی دی.