د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د ننګرهار له مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري سره په لیدنه کې د کډوالو پر وضعیت او ترسره شویو مرستو خبرې کړي دي.
په دې لیدنه کې مولوي غلام الرحمن حیدري ویلي، چې ننګرهار ته د ورستنو شویو د ستونزو د حل لپاره ګڼې هڅې شوې دي او په عمري پنډغالي کې د کډوالو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې چمتو شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ننګرهار سمیه ییزو ادارو د بیځایه شویو او راستنېدونکو ستونزو ته د رسیدنې په موخه اړینه همغږي رامنځته کړې او د امارتي ادارو سربېره ټولې ادارې د اړتیا له مخې خپلې چارې تنظیموي.
ورته مهال د ننګرهار د سیندېزې حوزې رییس مولوي سیدفضل احد څرګنده کړې، چې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې د راستنو شویو لپاره د پاکو اوبو د رسولو ګڼې پروژې پلې شوې دي او د پلان له مخې به دا لړۍ دوام ولري.
د ناستې پر دوام مولوي غلام الرحمن حیدري ځينې وړاندېزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړي دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د کډوالو موضوع د اسلامي امارت په لومړیتوب کې ده او له همدې امله ګڼو ادارو ته دنده سپارل شوې، څو اړمنو ته پر وخت خدمات وړاندې شي.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر شریکو شویو وړاندېزونو ته د رسیدنې یادونه کړې ده.

