ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ څخه نږدې ۱۰۰ منسوبین فارغ شول

د دفاع وزارت وایي، د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ اړوند د جګړه‌ییزو ځواکونو له ښوونځي څخه ۹۵ تنه ځوان منسوبین د BM-21 (چهل‌میلې دستګاه) په برخه کې له څلور میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

د وزارت په وینا، د فراغت مراسم د یادې قوماندانۍ د درستیزوال، مولوي شیراحمد محمدياو یو شمېر نورو مسولینو په شتون کې ترسره شول.

مسؤلینو فارغانو ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې یوازې په ترلاسه کړو زده کړو بسنه ونه کړي، بلکې د عصري ټکنالوژۍ، وسلو او تجهیزاتو د کارونې په برخه کې خپلې مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

د دوی په وینا، موخه یې د داسې قوي، منظم او مسلکي ځواک روزل دي، چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا، اسلامي نظام او ملي ارزښتونو څخه په اغېزمنه توګه ساتنه وکړي.

په پای کې، فارغانو د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، اسلامي ارزښتونو او نوامیسو د دفاع او ساتنې لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ.