ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عدلیې وزارت: په سمنګان کې څه باندې ۳.۷ میلیونه جریبه عامه څړځای تثبیت شو

د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په سمنګان ولایت کې له پراخې ارزونې وروسته څه باندې درې میلیونه، ۷۰۸ زره او ۶۶۵ جریبه عامه څړځای (مرعی) تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت کړی دی.

د وزارت په وینا، یاد عامه څړځایونه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار، حضرت سلطان، خرم او سارباغ، فیروز نخچیر، روی دوآب، دره‌صوف بالا، دره‌صوف پایین او خلم ولسوالیو کې موقعیت لري. دغه ځمکې د کمېسیون د ټاکل شوي پلاوي له لوري تر ارزونې وروسته د کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ تثبیت شوې دي.

د معلوماتو له مخې، له ټولې تثبیت شوې ځمکې څخه درې میلیونه، ۳۳۰ زره او ۱۲۶ جریبه لا هم د عامه څړځای په بڼه پاتې ده، خو ۳۷۸ زره او ۵۳۸ جریبه یې خپله طبیعي بڼه له لاسه ورکړې او د خلکو له لوري په للمي او اوبه‌لرونکو کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو، عامه تأسیساتو او نورو استفادو بدله شوې ده.

عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۳مې مادې له مخې، پر عامه څړځایونو هر ډول تېری، په کرنیزو ځمکو یې بدلول، د استوګنې کورونو جوړول او نور غیرقانوني تصرفات منع دي.

د وزارت په وینا، د مرعی د سروې او تشخیص پلاوي ته دنده سپارل شوې، څو د هغو څړځایونو لپاره، چې له طبیعي حالت څخه وتلي، د قانون له مخې مناسبې حل‌لارې ومومي.

عدلیې وزارت زیاتوي، چې یاد پلاوی د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د عامه څړځایونو د سروې او ارزونې چارې پر مخ وړي او د ارزونې تر بشپړېدو وروسته به تثبیت شوې ځمکې د ځمکو په بانک کې ثبت شي.