ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له ایران سره په جګړه کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر ۱۷ ته ورسېد

ایران اعلان کړی، چې په اردن کې یې د امریکا ځینې پوځي اډې او پوځي تجهیزات په نښه کړي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د اردن پر «الازرق» هوايي اډه د ایران په برید کې د امریکا یو شمېر پوځي تجهیزات زیانمن شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د عقبه هوايي ډګر په بریدونو کې د امریکا C-17 ترانسپورتي الوتکه او P-8 کشفي الوتکه هم په نښه شوې دي.

په ورته وخت کې، د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، چې په ایران کې یې پر ټاکلو پوځي هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.

بل لور ته، سینټکام اعلان کړی، چې د عراق په شمال کې د عملیاتو پر مهال یو امریکايي سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه د جولای په ۱۸مه رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا او اسراییل له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۷ تنو ته رسېدلی دی.