د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني میدان وردګ ولایت ته د سفر په لړ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي حقاني د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مجاهد موزیم جوړیدل د یاد ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه بللی او ویلي یې دي، د مجاهد موزیم د جهاد تاریخ راتلونکو نسلونو ته په ښه توګه ورپېژني او د تاریخي ارزښتونو په ساتنه کې مهم رول لري.
دغه راز نوموړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست ترسره کړې هڅې ستایلي او د چارو د ښه والي په موخه یې مسولینو ته اړینې سپارښتنې کړې دي.
ښاغلي حقاني د میدان وردګو د عامه کتابتون د پاتې چارو د بشپړېدو په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.
ورته مهال د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب الله مجاهد ښاغلي وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ د مجاهد موزیم په کمو امکاناتو جوړ شوی او څلور برخې لري، چې پکې لرغوني اثار، د مجاهدینو نظامي توکي، د لرغونو کتابونو قلمي نسخې او د شهیدانو اړوند یادګارونه او د شهیدانو نوملړ شتون لري.

