ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان بانک د هېواد په ټولو سیمو کې د تمویلاتي خدمتونه پر وړاندې کولو ټينګار کړی

د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ACGF) له مرستیال ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

افغانستان بانک وایي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د وړو مالي تمویلاتو د تضمین د پراختیا، د بلاعوضه مرستو وړاندې کولو او پیاوړتیا، او د افغانستان له مالي موسسو سره د تخنیکی همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

صدیق‌الله خالد د هېواد د مالي او بانکي سکټور د ودې او پیاوړتیا برخه کې د افغانستان بانک پر ژمنتیا ټینګار کړی او له یاد بنسټ یې غوښتي، چې د هېواد ټولو سیمو کې له توپیره پرته د تمویلاتو خدمتونه وړاندې کړي.

د مرکزي بانک په وینا، دواړو لوریو د مالي شمولیت د پراختیا، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د هېواد د مالي او بانکي سکټور د لا پیاوړتیا په موخه د دوامدارې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د دې غونډه موخه په افغانستان کې د وړو مالي تمویلاتو د تضمین، په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو، بلاعوضه مرستو، او له تمویلاتي مؤسساتو سره د تخنیکی همکاریو رامنځته کول وو.