ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د راستنو شویو کډوالو ښارګوټو ته دې د اوبو رسولو چارې چټکې شي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال انجینر مجیب الرحمن عمر اخوندزاده سره لیدنه کړې.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د راستنو شویو استوګنېزو سیمو ته د اوبو د چمتو کولو پر څرنګوالي او د اړتیا د کچې په اړه خبرې شوې دي.

انجینر مجیب الرحمن عمر ویلي، چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په ډېرو سیمو کې د اوبو د کمښت د ستونزو حل او له شته سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستلو لپاره هڅې روانې دي او زیاته کړې یې ده، چې د اوبو د مدیریت لنډ مهاله طرحه چمتو شوې او د تایید په وروستی پړاو کې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې استوګنیزو سیمو ته د اړتیا وړ اوبو د رسولو پلانونه هم د عملي کېدو په حال کې دي او هغه سیمې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، له نورو سیمو څخه ورته د اوبو د رسولو او همدارنګه په کابل کې د اوبو د یوه بند د جوړولو لپاره بودیجه ځانګړې شوې ده.

همدارنګه د ناستې پر دوام د راستنو شویو هېوادوالو لپاره ځانګړو ښارګوټو ته د اوبو د رسولو د شونتیا او څرنګوالي په اړه بحث او اړین معلومات هم شریک شوي دي.

ورته‌مهال مولوي عبدالکبیرویلي، چې اقلیمي بدلونونو او په تېرو څو لسیزو کې د اوبو د سرچینو نه مدیریت اوسمهال ګڼې ننګونې راولاړې کړې دي او یادونه یې کړې، چې اسلامي امارت په لوړه کچه دغې برخې ته ډېر پام لري او تمه ده چې په راتلونکو څو کلونو کې د لویو ښارونو او لرې پرتو سیمو لپاره اړتیا وړ اوبه برابرې شي.

نوموړي څرګنده کړې، چې د اوبو د مدیریت په برخه کې باید وخت ضایع نه شي او دغه‌راز د راستنو شویو کډوالو ښارګوټو ته د اوبو پر برابرولو یې ټېنګار کړی دی.