د لوړو زدهکړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د ښوونکو لپاره په جوړ شوي علمي سیمینار کې د اسلامي سیاست، د شرعي امیر او د هغه د حقونو، احکامو او فرامینو پېژندنې، اطاعت او د امرباالمعروف او نهی عنالمنکر قانون د تطبیق په اړه وینا کړې.
د لوړو زدهکړو وزیر په خپله وینا کې د شرعي امیر شتون واجب او الهي رحمت وګاڼه او په ټولو چارو کې یې د امیر اطاعت اړین بللی دی.
ښاغلي ندیم دغه راز اوسنی شرعي نظام په هېواد کې د ټولو پرمختګونو اساس یاد کړی او د احکامو او فرامینو پر زده کړې او تطبیق یې تینګار کړی دی.

