ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذاکر: د افغانستان رغونه د ځوان نسل نوښتونو او زیار ته اړتیا لري

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د هېواد له څو تنو نوښتګرو ځوانانو سره په لیدنه کې د هغوی اختراعات ستایلي دي.

دغو نوښتګرو ځوانانو د کورونو د ګرمولو داسې سیستم يې جوړ کړی، چې له بهره له راواردېدونکو وسایلو سره د رقابت توان لري او تر دې مهاله لسګونه کورنۍ ترې ګټه اخلي.

دغه ځوانانو زیاته کړې، د ګرمو سیمو لپاره یې د شنو خونو طرحه یې هم بشپړه کړې او په وینا يي اغېزمنتیا یې ډېره ده.

مولوي ذاکر د افغان ځوانانو نوښتونه د ویاړ وړ بللي او ویلي يي دي، د افغانستان رغونه د ځوان نسل نوښتونو او زیار ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ځوانانو د نوښتونو د پراختیا او ودې په موخه هر راز همکاري کوي، څو په کور دننه اړتيا وړ توکو ته د تولید زمینه برابره شي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس یادې طرحې ستایلي، نوښتګر ځوانان يې هڅولي او هغوی ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ وکړی دی.