ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل ښاروالي: د ښاري نظم په موخه مو ډېری ترافیکي څراغونه فعاله کړي

کابل ښاروالي وايي، چې د ښاري نظم په موخه یې ډېری ترافیکي څراغونه فعاله کړي او په پاتې ځایونو کې هم د غیرې فعاله څراغونو د بیا فعالولو هڅې کوي.

کابل ښار چې ترافیکي څراغونه یې له کاره لویدلي او غیرې فعال وو، ډیری هغه یې د ښاروالي له لوري بېرته فعال او رغول شوي دي.

له بل لوري موټر چلوونکي د ښاروالي له لوري د ترافیکي څراغونو فعالول اړین او ګټور بولي او وایي، چې په دې کړنې سره به د ترافیکي پېښو او د لارو د بندښت مخه ونیول شي.

د ترافیکو ریاست هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره له موټروانانو غوښتي، چې له څلور لارو د تېرېدو پر مهال باید ترافیکي څراغونو ته پاملرنه وکړي.