ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هیواد په کچه لسمه مخابراتي پراختیایي پروژه د ۲۷.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پرانیستل شوه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي د سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د مالیې سرپرست وزیر ملا عبدالناصر، د حج، اوقافو، ارشاد او دعوت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمدثاقب، د ښار جوړولو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، د چارو ادارې د ربيس شیخ نورالحق انور او د بېلابېلو ادارو د یو شمېر معین صاحبانو او ریيسانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون، په ۱۸ ولایتونو او ۲۳۰ ولسوالیو کې د مخابراتي سایټونو د جوړولو پروژې د پرانیستې مراسم په ارګ کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریيس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند پيغام ولوستل شو.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني ویناوې وکړې.

نوموړي زیاته کړې، دا پروژه د ۱.۸۹میلیارد افغانیو په لګښت د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۴۵۰مخابراتي سایټونو لرونکې ده چې په بشپړولو سره به یې هیوادوال په لیرې پرتو ولایتونو کې له ټلیفوني خدمتونو څخه برخمن شي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا پروژه د ۱.۸۹ میلیارد افغانیو په لګښت د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۴۵۰مخابراتي سایټونو لرونکې ده، چې په بشپړولو سره به یې هیوادوال په لیرې پرتو ولایتونو کې له ټلیفوني خدمتونو څخه برخمن شي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت د سیستم جوړولو په برخه کې هم پام وړ پرمختګ کړی او د برېښنا ریاست، مرکزي احصایې، ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې د حاجیانو چارو د مدیریت، په لوړو زده کړو وزارت کې د محصلینو چارو د همغږۍ سیستمونه او په نورو امارتي ادارو او وزارتونو کې یې مخابراتي سیستمونه ایجاد کړي دي.

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست د ستراتیژیکو او عامه اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید د افغانستان اسلامي امارت د ریيس الوزرا ملا محمدحسن اخند پيغام ولوست.

په دې پيغام کې د معلوماتي ټکنالوژي، انکشافاتو او نوښتونو د ارزښت د یادونې ترڅنګ ټينګار شوی و، چې افغانستان په دې برخه کې زیات کار او پراخه پانګونې ته اړتیا لري، ترڅو ټول هیواد ته مخابراتي خدمات ورسول شي.

د محترم ریيس الوزرا پيغام کې راغلي و، چې د دې پروژې پرانیسته د مخابراتي خدماتو په برخه کې یو مهم کار او پرمختګ ګڼو او هیله من یوو چې د هیواد د ټولو سیمو اوسېدونکې به یو ‌‌‌‌‌‌ډول له مخابراتي خدماتو څخه برخمن شي او مخابراتي پوښښ ټول هیواد ته پراخه شي.

په پيغام کې ټينګار شوی و، چې موږ په ګډه دا مسوولیت لرو تر څو خپلو هیوادوالو ته له ټکنالوژي څخه د سالمې استفادې لپاره داسې چوکاټ ایجاد کړو، چې زموږ دیني او فرهنګي ارزښتونه په کې خوندي وي او په دې برخه کې د انټرنټي خدماتو وړاندې کوونکو ټولو شرکتونو ته جدي لارښوونه کوم، چې په خپلو شبکو کې له غیر شرعي منځپانګې، نشراتو او ویب پاڼو څخه جدي ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي او د انټرنټ ټولو ګټه اخیستوتکو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول ځوانانو ته زما سپارښتنه داده، چې له معاصرې ټکنالوژي څخه ګټوره او سالمه استفاده وکړي.

ورپسې مولوي عبدالسلام حنفي له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت څخه د یادې پروژې د پيلولو له امله مننه کړې او ویلي یې دي، چې مخابراتي تنظیمونکې اداره (اترا) په هیواد کې د مخابراتي او انټرنټي زیربنایي خدماتو او انکشاف ته د لاسرسي (TDF) ملي برنامې په چوکاټ کې د مخابراتي شرکتونو د ۲،۵ سلنه عوایدو د راټولولو له لارې، چې مهمه موخه یې مخابراتي خدماتو ته د هیوادوالو لاسرسی او همدارنګه د هیواد د لیرې پرتې سیمې او کلي د مخابراتي او انټرنټي خدماتو تر پوښښ لاندې راوستل دي، خپله لسمه پروژه پیلوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اترا ادارې د (TDF) برنامې په واسطه تراوسه ۹ جلا پروژې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۸۶۹ مخابراتي انتنونو د فعالولو په وسیله عملي کړې، چې تخمینا ۵،۲ میلیارد افغانۍ احتوا کوي او د هیواد په بېلابېلو سیمو کې۲۶۰۰ هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ په لسمه پروژه کې چې نن د هغې د پرانیستې شاهدان یوو ۴۵۰ سایټونه شامل دي.

دغه‌راز یو شمېر یې تراوسه پورې عملي شوي او پاتې ۲۷۹ سایټونه به د افغانستان په بېلابېلو سیمو او د هیواد په ۲۳۰ ولسوالیو کې عملي شي چې مجموعي ارزښت یې ۲۷،۵ میلیون ډالر دی په هغه صورت کې چې دا پروژه عملي شي له یوه لوري په بېلابېلو سیمو کې مخابراتي ستونزې حلېږي او له بل لوري هیوادوالو ته کاري فرصت برابرېږي.

د ښاغلي حنفي په وینا؛ په هیواد کې د ثبات د ټينګښت او د اقتصادي مهاجرتونو د مخنیوي او د نشه یي توکو د له منځه وړلو لپاره په دایمي توګه لازمه ده چې په افغانستان کې دا او نورې پراختیایي لویې پروژې لکه ټاپي، شېرخان – پلخمري، کاسا زر، هرات-مزارشریف د اورګاډي کرښه او واخان عملي شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان ملت ته د اشتغال زمینې برابرولو اړتیا ته په اشارې او بزګرو ته د نشه یي توکو پرځای د بدیل کښت برابرولو لپاره له هیوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د لویو پراختیایي پروژو د عملي کېدو مانع نشي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د ګاونډیو هیوادونو له لوري اوه سوه زره تنه افغان مهاجر په اجباري توګه رااېستل شوي، کورونه یې نړول شوي او پانګې یې نابودې شوې دي، نو لازمه ده دې مهاجرینو او نورو ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو لپاره لویې پراختیایي پروژې په هیواد کې تطبیق شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ خوښ یم چې اسلامي امارت له مخابراتي شبکو څخه د ۲،۵ سلنه راټولې شوې مالیې له لارې دغسې پراختیایي پروژې پلې کوي او له ټولو امارتي ادارو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې ګرانو هیوادوالو ته د غوره خدماتو برابرولو په موخه جدي پاملرنه وکړي.

د دې مراسمو په پای کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په حضور کې د اترا عمومي رییس مولوي سید برات شاه ندیم او د افغان ټیلیکام عمومي رییس انجنیر علي احمد سامند د مخابراتي سایټونو جوړولو پروژې تړون لاسلیک کړ.