ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ: له اماراتو سره تمریناتي لوبې؛ افغانستان اماراتو ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه

افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ تمریناتي کرېکټ لوبه کې اماراتو ته په ۱۰۹ منډو ماته ورکړه.

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ توپوهنې سره اماراتو لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوزېدو ۲۱۴ منډې وکړې او د ۲۱۵ منډو هدف یې مقابل لوري ته کېښود.

د اماراتو لوبډله د یاد هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله او ټوله لوبغاړي یې په ۱۰۵ منډو وسوزېدل.

په دې سره افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د دوه یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ سیالي وګټله او ۱ ـ ۰ مخکې شوه.