ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پېل شوې

خوست کې د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پېل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ۱۲ لوبډلو تر منځ د وروستي پړاو په نوم د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پېل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د متون بابا او کلوب اتلانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۴/۱ گولونو په توپير متون بابا لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې، ‌ياد‌ ليګ به يوه نېمه مياشت دوام وکړي او هره ورځ به دوې لوبې ترسره شي.