ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نیمروز مرکزي روغتون ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به پرانیستل شي

د نيمروز ولايت مرکزي ۳۰۰ بیستریز روغتون د جوړولو چارې ۸۰ سلنې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د دې ولایت د مرکزي ۳۰۰ بستريز روغتون د جوړولو له چارو څخه لیدنه کړې.
نوموړي د ياد روغتون د چارو پر لا چټکتيا او کيفيت ټينګار کړی دی.
دغه‌راز د مرکزي روغتون د جوړولو په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی.
ښاغلي خالد همدارنګه ویلي، چې په شل کلنه دوره کې نيمروز ولايت ته هېڅ اساسي کار نه دی شوی او ولسونه يې په خدماتي په ځانګړي ډول روغتيايي برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د نيمروز والي ډاډ ورکړی، چې د دې روغتون په پرانيستلو سره به د نيمروز ولسونو روغتيايي ستونزې حل شي.