ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار کې د “ښه کتاب، ښه ژوند” په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د “ښه کتاب، ښه ژوند” تر عنوان لاندي د مطالعې دودولو په موخه درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

یاد نندارتون کې زرګونه بېلا بېل کتابونه نندارې ته اېښودل شوي. دغه‌راز تر زرو زیاتې جایزې په پام کې نیول شوې، چې د کتابونو پېرېدونکو ته به ورکول کېږي.

یاد نندارتون چې پرون یکشنبه پرانیستل شو، د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک، د اطلاعات او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګانی، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي عبدالحې عمري، د پوهني رییس مولوي فخرالدین نقشبندي، علمای کرامو، لیکوالانو، شاعرانو، عامو خلکو او ځوانانو برخه پکې اخیستې وه.

په پیل کې ښاغلي سمنګاني ټولو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ کومو ټولنو چې پرمختګ کړی، د کتاب ارزښت یې پېژندلی او ټولنې هغه وخت پرمختګ کولای شي، چې د کتاب ارزښت وپیژني، ښه کتاب د ښه ژوند برابرولو سره مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا نندارتون د ملي نندارتون له پاره پیلامه ده او هڅه کوو، تر څو راتلونکي کې ملي نندارتون هم جوړ کړو.

د کندهار مرستیال والي ویلي، چې قلم او کتاب نور دی، که چا ګټه ترې واخیسته منور به شي.

نوموړي زیاته کړې، چې کتاب د خپل ځان او ټولنې د پرمختګ لپاره مهمه وسیله ده. که چېرې کتاب زموږ د ټولنې یوه برخه شي، نو ټولنه به مو د فکري یرغل پر وړاندي هم کامیابه وي.

ښاغلي مبارک د ټولنې وګړي هڅولي، چې کتاب د ژوند یوه برخه وګرځوي، تر څو په دنیا او اخرت کي کامیاب شو.

د پوهنې رییس ښاغلي نقشبندي له استادانو غوښتي، چې زده‌کوونکي کتاب او مطالعې ته وهڅوي.

دغه‌راز له ځوانانو او زده‌کوونکو یې غوښتي، تر څو د انلاین مطالعې پر ځای د کتاب مطالعې ته مخه کړي.