ولنټاین چې د خپلو پلویانو په باور د عاشقانو یا مینانو د نړیوالې ورځې په نوم یادېږي، هر کال د فبروري په ۱۴مه چې د سلواغې له ۲۵مې سره سمون خوري د عاشقانو د ورځې په پار نمانځل کېږي.
ولنټاین ژوره تاریخي او افسانوي ريښه لري، چې لرغوني روم ته رسېږي او د مسیحي کلتور د یوه راهب له نوم څخه اخیستل شوې کلیمه ده.
دې ناوړه دود په مذهبي او سنتي ټولنو کې فحشا او غیرې اخلاقي کړنې رواج کړې دي.
د کابل پوهنتون استاد پوهندوی عبدالولي عالمي د دې ورځې د نمانځنې په تړاو وايي “لږ شمېر ځوانانو چې د غربي کلتور تر تاثیر لاندې و دا ورځ نمانځله. ولنټاین نه زموږ په کلتور کې شته، نه په تېرو وختونو کې نمانځل کېده او نه اوس نمانځل کېږي.”
ولنټاین افغانستان ته څه وخت او څنګه لاره پیدا کړه؟
افغانستان په تېرو شلو کلونو کې له هېڅ ډول بهرني یرغل خوندي پاتې نه شو او ولنټاین هم د یوه فرهنګي یرغل په توګه د افغانانو پر کلتور سیوری خپور کړ او د هېواد ځوانان یې د ړانده تقلید له امله ښکار کړل.
په تېرو دوو لسیزو کې ولنټاین د هېواد په ډېری ولایتونو او په ځانګړي ډول کابل کې په زیاته کچه نمانځل کېده. هلکانو او نجونو به چې یو له بل سره د عشق او مینې په نوم نامشروع اړیکې درلودې، نو د دې ورځې په پلمه به یې یو بل ته ګلونه ورکول.
په دې ورځ نه یوازې ګلونه، بلکې بېلا بېل نور څېزونه هم یو بل ته په داسې ډول ورکول کېدل، چې په ښکاره ډول به جنسي او نفسي غوښتنې پکې شاملې وې او د ډېری نجونو ژوند، عزت او ابرو پکې له خاورو سره خاورې شوه.
ولنټاین داسې یو څه پر موږ تحمیل کړي و، چې نه د اسلام مبارک دین اجازه ورکوله او نه یې زموږ په افغاني کلتور کې ځای درلود.
دا چې د اسلام مبارک دین په دې اړه څه ارشادات لري، دیني عالم یې په اړه وايي: “د ولنټاین په نوم ورځ چې خلک نمانځی په رومي او عیسوي مذهب کې اصل او ریښې لري. ولنټاین د یوه رومي راهب نوم دی او له ده وروسته دا ورځ په همدې نامه نومول شوې ده. هر څوک چې ولنټاین یا د مینانو ورځ نمانځي په ښکاره ډول له قراني اصولو سره مخالفت کوي. “
هغو ځوانانو چې په ظاهره به یې د دې ورځې په نمانځلو ځانونه مډرن او عصري ښودل، خو په باطن کې به یې د جنسي غریضي او نفسي خواهشاتو د سړولو په موخه د یوه وسیلې په توګه کار ترې اخیست او د ډېری نجونو ژوند، عزت او ابرو د دې دود قرباني شول.
دا ناوړه دود زموږ د هېواد له کلتور او عرف سره په بشپړ ډول متضاد دی او د افغانستان په فرهنګ کې هېڅ ځای نه لري.
د کابل پوهنتون استاد ډاکټر رحیم الله ځیرک یې په اړه وايي: “که افغاني کلتور، اسلامي فرهنګ او شریعت ته نظر وکړل شي، دا هغه موضوع ده چې د شریعت او افغاني کلتور له نظره په هېڅ ډول د عملي کېدو او تطبیق وړ نه ده. “
هېوادوال مو هم د دې ناوړه دود له نمانځنې کرکه لري او خپل نفرت داسې څرګندوي:
د علومو اکاډمي غړی اصحاب الدین رحماني وايي “د هلکانو او نجونو د عیاشۍ او بې بندوباري په موخه دا ورځ د عاشقانو په نوم نمانځي. په اصل کې دا دود شوی عشق او مینه شرعي نه بلکې فسق او فساد دی. “
د اقتصاد مساټر سید حسام الدین سعیدي وايي “ولنټاین نمانځه او په دې ورځ یو بل ته د ګلونو او شیریني ورکړه حرام دي او په دین کې کوم ځای نه لري. “
د کابل ښار اوسېدونکی نوراغا حافظ وايي ” زما له انده ولنټاین نارینه او ښځو ته د فساد زمینه برابروي. د دې ورځې نمانځنه زما په نظر هېڅ ښه کار نه دی. “
له نېکه مرغه چې اوس مهال افغانستان کې اشغال پای ته رسېدلی او په ټول هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی، د اشغال ډول ډول یرغلونه له منځه تللي او د افغانستان راتلونکي په یوه سالم مسیر حرکت پیل کړی دی.
د یوه باثباته او هوسا افغانستان په هیله!