ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خپلواکو خبریالانو ټولنه: راتلونکی کال به د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره له هیلو ډک کال وي

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنه وایي، چې راتلونکی کال به د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره له هيلو ډک وي.

د یادې ټولنې مسولین زياتوي؛ روان کال لسګونه هغو رسنیو بېرته فعالیت پیل کړی، چې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې وې.

یاده ټولنه د روان کال رسنيزو پرمختګونو ته په کتو سره وايي، چې د خبریالانو یو شمېر شته ستونزې به هم راتلونکي کې حل او غوښتنو ته به یې رسېدنه وشي.

ورته مهال په ولایتونو کې د ځایي رسنیو خبریالان وایي، چې د پخوا په پرتله اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شوی او غږ يې اورېدل کېږي.

له بل لوري کورنیو چارو وزارت وایي، چې د خبریالانو په ګډون د ټولو وګړو امنیت ته ژمن دي او په روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

تازه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د رسنیو لپاره جوړ شوی قانون هم د اطلاعاتو او کلتور او عدلیې وزارتونو تر بیا کتنې وروسته د اسلامي امارت زعیم ته استول شوی، چې له توشيح سره به يې د رسنيو اندېښنې حل شي.

اسرار وصال